هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې رئیس افغان لوبډلې د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
