زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د استاد نادرخان کلب ورزشکارانو لومړی او د استاد نجیب الله کلب ورزشکارانو دویم مقام خپل کړ.
