پکتيکا کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې آغا محمد صابر لوبډلې خپلې سيالې محمد اسحاق لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي، چې ۱۷ ورځې به دوام ومومي.
