پکتيکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ د واليبال اختريزې سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې يعقوب لوبډلې خپلې سيالې جمجمې لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي او ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
