د نړۍ مشهور مسلمان سوک وهونکی!

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۱۲:۶
د نړۍ مشهور مسلمان سوک وهونکی!

د نړۍ مشهور مسلمان سوک وهونکی!

د هغه مخکنی نوم کاسیوس مارسلوس کلې و، چې خپل نوم یې محمد او تخلص یې علي ته بدل کړ، خو ټول خلک هغه د محمد علي کلې په نوم پیژني.

هغه په امریکا کې یو له مسلکي او مشهور سوک وهونکو څخه و چې د سوک وهنې په تاریخ کې یې د غوره باکسر لقب ګټلی دی.

هغه تل د میدان دننه او بهر د مدني فعال په توګه پیژندل شوی.

ماشومتوب

د محمد علي کلې په ژوندلیک کې راغلي کاسیوس مارسلوس کلې (محمد علي کلې) د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ په ۱۷ نیټه د د امریکا په کنتاکي ایالت په لویي ویل ښار کې زیږیدلی.

کاسیوس کله چې 12 کلن و د هغه بایسکل غلا شوی و او هغه د پولیسو یو افسر ته خبر ورکړ او ورته یې وویل چې که هغه غل ومونده او ماته یې په لاس راکړه.

د جو مارټین په نوم یو افسر په یوه کوچني ښار کې د سوک وهنې کلپ درلود او ماشومانو ته روزنه ورکوله.

له همدې امله هغه کاسیوس ته وویل چې که هغه غواړي د غل سره مبارزه وکړي، نو باید لومړی د سوک وهنه زده کړي.

دوولس کلن کلې په چټکۍ سره د خپل روزونکي مارتین تر څارنې لاندې د سوک وهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړ او ډیر ژر د سوک وهنې ډګر ته راغی.

د محمد علي د ورزشي فعالیتونو پیل

د 1960 کال کې د روم د المپیک په لوبو کې، د دروند وزن سوک وهنې په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه.

له هغه وروسته یې د "انجلو ډانډي" تر څارنې لاندې په مسلکي توګه د سوک وهنې زده کړې پیل کړې

د 1960اکتوبر په 29 کاسیوس په لویی ویل ښار کې او په خپله لومړنۍ مسلکي سیالۍ کې د ختیځ ویرجینیا د پولیسو مشر، ټوني هونساکر ته د شپږو پړاوونو مبارزې وروسته ماتې ورکړه.

د کاسیوس ترټولو عالي او په زړه پوري لاسته راوړنه د ارچي مور او الخانډرو لاورانټ پر وړاندې بریا ده ، کوم چې د 200 بریاوو ریکارډ لري.

محمد علي کلې د ۱۹۶۶ کال د مارچ په میاشت کې د کاناډايي سوک وهونکي جورج چاوالو سره مخامخ شو او دې سیال ته یې ماتې ورکړه.

شخصي ژوند

محمد علي په ۱۹۶۴ کال کې له سونجی روی سره واده وکړ او په ۱۹۶۶ کې جلا شول. هغه په 1967 کې د بلیندا بوید سره واده وکړ، بیا یې په 1977 کې طلاق ورکړ.

هغه وروسته په 1986 کې ورونیکا پورش سره واده وکړ. یولانډا د هغه وروستۍ میرمن وه، چې دوی یې په 1986 کې واده وکړ او د پاتې ژوند لپاره یې ژوند کاوه.

محمد علي کلې ۷ لوڼې لري چې لیلا علي، مریم، راشده، جمیله، هانا، میا او خلیله نومېږي او دوه زامن یې محمد علي جونیر او اسد امین نومېږي.

د درنو وزنونو د سوک وهنې نریوال اتل د ګڼو ویاړونو سربیره، یو بل دلیل چې کاسیوس مارسلوس کلې مشهور شو دا و چې هغه په 1962 کې د الیاس محمد (یو امریکایی سیاستوال) سره له لیدو وروسته اسلام قبول کړ.

په 1966 کې، هغه د ویتنام په وړاندې په جګړه کې د متحده ایاالتو اردو سره یوځای کیدو څخه انکار وکړ او اعلان یې وکړ چې هغه به هیڅکله په ویتنام کې د ویتنام خکلو سره جګړه ونه کړي.

دا مسله له ډیرې مودې راهیسې د هرچا په ژبه روانه وه په دې کار سره هغه د 5 کلونو لپاره له سوک وهلو منع او د هغه د سوک وهنې جواز وځنډول شو خو وروسته د هغه تعلیق 3 کلونو ته راټیټ شو.

محکمې محمد علي ته هم د خدمت د نه کولو په جرم د پنځه کاله بند سزا واوروله، خو هغه په ضمانت زندان ته ولاړ نه.

د سوک وهنې بېرته پیل

محمد علي کلې د خپل تعلیق څخه وروسته بالاخره په 1970 کې یو ځل بیا د سوک وهنې جواز ترلاسه کړ او سوک وهنې ته له راستنیدو وروسته یې په لومړۍ لوبه کې جیري کووري ته ماتې ورکړه، خو له بده مرغه د څو کلونو لرې والي له امله په مسلکي لوبو کې ونشو کولی په کال 1971 کې د جو فریزر په وړاندې د اتلولي ترلاسه کړي.

خو محمد علي کلې د خپلې روزشي دورې اوج ته بیرته راستون شو او په دې وتوانید چې دوه ځله نور نړیوال اتلولي وګټي، داسې بریا چې تر اوسه هیڅ سوک وهونکي نه ده ترلاسه کړې.

تقاعد او مرګ

بالاخره د ۱۹۷۹ کال د جون په ۲۷ مه محمد علي کلې په ۵۶ بریاوو، ۳۷ ناک آوټونو او ۵ ماتې خوړلو سره په رسمي توګه د سوک وهنې له نړۍ څخه یې تقاعد اعلان کړ.

هغه په 1982 کې په د پارکینسون سنډروم اخته شو داسې لاعلاجه ناروغي چې د دماغ فعالیت په تدریجي توګه کموي.

که څه هم په محمد علي کې د پارکینسون سنډروم ناروغۍ نښې خورا څرګندې وې، خو هغه د امریکا په جورجیا کې د اتلانتا د المپیک مشعل د روښانه کولو ویاړ یې ترلاسه کړ.

د ۲۰۱۶ کال د می په ۲۳ مه د تنفسي ستونزو له امله روغتون ته یوړل شو او حالت یې خراب شو.

محمد علي کلې د ۲۰۱۶ کال د جون په ۳ مه د پارکینسون سنډروم ناروغۍ له ۳۲ کلونو زغملو وروسته د ۷۴ کلونو په عمر د ایریزونا په روغتون کې مړ شو.

سرچینې : ۱- آکادمی بازار ۲- بي بي سي ۳- بیتوته ۴- شفقنا

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۴۸
Background image

حافظ احمد جان زدران معاون فنی و مسلکی اداره ورزش کشور با تیم مدرسین و اساتید کوهنوردی از کشور ایران دیدار نمود

حافظ احمدجان زدران معاون فنی و مسلکی ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، با تیم مدرسین و اساتید کوهنوردی جمهوری اسلامی ایران دیدار کرد و از حضور آنان در افغانستان به‌منظور آموزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۴۶
Background image

مسابقات فوتسال میان دوازده تیم در ولسوالی حصه دوم ولایت کاپیسا به پایان رسید

رقابت‌های فوتسال از طرف نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت کاپیسا با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش این ولایت میان دوازده تیم به شکل دو گروپ که از یک ماه به اینسو در ولسوالی حصه دوم ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

مسابقات حذفی سنوکر میان ۴۰ بازیکن در ولسوالی اندخوی ولایت فاریاب به پایان رسید

رقابت‌های سنوکر تحت عنوان جام حذفی از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت فاریاب میان چهل بازیکن که از یک هفته به اینسو در ولسوالی اندخوی ادامه داشت،. . .

BACK TO NEWS