خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې تڼیو الف لوبډلې د ٣٧ پر ٢٨ نمرو په توپیر خپلې سیالې ترېزیو الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
