پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٣ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ناکام لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې ملیزو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
