د جوجتسو ورزشکاران هېواد ته راستانه او د ورزش ادارې له لوري یې هرکلی وشو
د جوجتسو نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب دوه ورزشکارانو او یو روزونکي ګډون کړی و، چې نن د جولای په ٢١ مه هېواد ته راستانه او د ورزش ادارې له لوري یې هر کلی وشو.
په دغو سیالیو کې مصطفی وکیلي په ۶۹ کیلو ګرام وزن او فول کانتکت سبک کې لومړۍ سیالي له حریف نه حاضرېدو له کبله وګټله او دویمه سیالي یې د قزاقي سیال پر وړاندې بایلوده او د برنزو مډال ګټونکی شو او سرور حسینی په ٦٩ کیلو ګرام وزن او نيو ازا سبک کې له خپلو سیالانو ماتې ومنلې او د کوم مقام ګټونکی نه شو.
یادې سیالۍ، د قزاقستان په کوربتوب د ۴۹ هیوادونو په ګډون د جولای میاشتې پر ۱۱مه پیل شوي وي او د همدې میاشتې په ۱۹مه پای ته ورسېدې.
