کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۵۹
کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

 المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولايتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ۱۹م پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ, چې د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې، د ۱۱۰ ورزشکارانو پر ټاکلو پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې په دوو برخو، د بدن ښکلا او فټنيس کې له (۵۵ - ۹۵+) کيلو ګرامه بېلابېلو وزني کټګوريو او له( ۱۶۵ - ۱۸۵+) سانتي متر قد لرونکو ورزشکارانو ترمنځ پيل شوې وې، چې په پای کې يې ۶۰ تنه په فټنيس او ۵۰ تنه د بدن ښکلا برخه کې، چې ټول ۱۱۰ تنه کېږي، د هېواد د بدن ښکلا او فټنيس ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

دغه راز په دې سياليو کې د بدن ښکلا ورزشکار ګلا جان د مسټر افغانستان په توګه وپېژندل شو.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق ټولو ورزشکارانو او مسټر افغانستان ته د مبارکۍ ترڅنګ دې مقام ته رسېدل يې د ورزشکارانو د نه ستړې کیدونکو هڅو پايله وبلله.

دغه راز نوموړي هيله وښوده، چې ياد ورزشکاران په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او د ښه ځليدو ترڅنګ هېواد ته وياړونه راوړي.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې د عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کميټې لومړي مرستيال او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون رئيس باور هوتک، مشاورينو، ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او ګڼ شمير مينوالو په شتون کې پای ته ورسېدې، چې په پای کې يې غوره ورزشکارانو او مسټر افغانستان ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۳۸
Background image

کاپیسا؛ پایان رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۰ تیم در ولسوالی کوه‌بند

رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۰ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا، در ولسوالی کوه‌بند به پایان رسید.

در دیدار نهایی این رقابت ها تیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۵۶
Background image

برگزاری کنفرانس خبری در پی محرومیت تیم ملی والیبال افغانستان از رقابت‌های زون آسیای مرکزی

کنفرانس خبری به‌منظور آگاهی‌دهی به مردم و جامعه ورزشی افغانستان درباره عدم حضور تیم ملی والیبال کشور در رقابت‌های زون آسیای مرکزی که قرار است در کشور پاکستان برگزار شود، با حضور مسوولان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

رقابت های سنوکر میان ۱۶ ورزشکار در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون سنوکر و بلیارد در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ رقابت‌های های سنوکر را میان ۱۶ ورزشکار برگزار نمودند.

در اخیر این مسابقات رامین الهام مقام اول و حاجی. . .

BACK TO NEWS