کندز کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند سپین زر ورزشی لوبغالي کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې ۲۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
