کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې د ياد رياست په ساحلي واليبال ميدان کې پيل شوې وې، د نور الرحمان ترخيل «الف» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سياليو پايلوبه د نور الرحمان ترخيل «الف» او اتفاق ترهخيل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې نور الرحمان ترهخيل «الف» لوبډلې وکولی شول خپلې سیالې اتفاق ترخيل لوبډلې ته د ۲ - صفر ميدانو په توپير ماتې ورکړي او اتلولي خپله کړي.
دغه راز په دې سياليو کې نور الرحمان ترخيل «الف» لوبډلې لومړی مقام، اتفاق ترهخيل لوبډلې دويم مقام او اتحاد «ب» لوبډلې بیا درېيم مقام وګاټه.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه ترسره شوې، چې د پای په مراسمو کې يې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دې ادارې مشاورينو، ورزشي مسوولینو، د واليبال ملي فدراسیون مالي او اداري مرستيال محمد عارف پيمان او ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پای کې يې ۱۲ تنه د ساحلي واليبال ملي لوبډلې ته غوره شول او ترڅنګ يې مقام ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او کپونه ورکړل شول.
