افغان ورزشکار د سنوکر نړۍوالو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه
د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سنزي د سنوکر نړۍوال جام لوبو ١٦ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي سیالیو پرلپسې د قطر او متحده عربي اماراتو سیالانو ته ماته ورګړه او نیمه پایلوبې ووت.
دغه سیالۍ په دوه ( انفرادي او ګروپي) کټګوریو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولي درې افغان ورزشکاران ګډون پکې لري.
یادې سیالۍ د عمان هېواد په کوربهتوب په مسقد ښار کې د ۱۶ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۲۳مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.
