زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له ۲۲ کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د ګلبدین کلب ورزشکارانو لومړی او عارف کلب بیا دویم مقام خپل کړ.
