پکتیا؛ په زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د نوموړي فدراسیون له لوري په زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي اتحاد لوبډلې خپله کړه.
دغه سیالۍ د زرمت ولسوالۍ د ښاروال ابوزر په مالي ملاتړ ترسره شوې او موخه یې د ورزشکارانو ترمنځ یووالی یاد شوی دی.
د دغو سیالیو پایلوبې ته اتحاد او سهاکو لوبډلې لار موندلې وه، چې په پایله کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ ترڅنګ د دغې لوبډلې ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.