د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اداري او مالي نوى رئیس د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۵:۴۹
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اداري او مالي نوى رئیس د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د يوې غونډې په ترڅ کې اداري او مالي رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په همدې مناسبت مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د ورزش ادارې اړوند د رهبري نورو غړو او کارکوونکو شتون درلود.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې ښاغلي هاشمي ته د نوي مسوليت د مبارکي ترڅنګ د الله تعالى له دربار څخه د ادارې په برخه کې ورته د ښه خدمت توفيق وغوښت.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د هاشمي پر ژوند، زده کړو، ج.ه.ادي کړنو او کارکردګي د معلوماتو ورکولو تر څنګ د ادارې پر معيارونو هم رڼا واچوله.

نوموړي وويل؛ اداره بايد معيار ولري که اداره غير معياري وي هدف ته نه شو رسېدلى په خبره يې؛ که معيار له لاسه ورکړو هدف به هم له لاسه ورکوو.

ښاغلي حقاني د خپلو خبرو پر دوام وویل؛ د ټولو فدراسيونونو رئسان هم بايد د معيار مطابق کړنې ترسره کړي.

نوموړي د ورزش ادارې له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د ادارې له رهبري سره په ګډه د ادارې په نواقصو او د ستونزو په حل کې ورسره کار وکړي.

ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د اداري او مالي رياست نوي رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي خبرې وکړې، نوموړي ورزشکاران د هېواد اتلان وبلل په خبره يې؛ دا ورزشکاران دي چې د افغانستان او نړۍ تر منځ د ارتباطي پول رول لوبوي او افغانستان له نړۍ سره نښلوي.

ښاغلي هاشمي زياته کړه؛ ټول ورزشکاران بايد د ورزش ترڅنګ په اسلامي زېور هم سمبال وي او نيت يې د الله رضا او د هېواد لپاره خدمت وي.

عبدالناصر هاشمي د ميرانشاه له منبع العلوم څخه د فراغت سند ترلاسه کړى او د اسلامي علماوو د سويي د تثبيت عالي کمېسيونونو له لوري په ممتاز درجه د ليسانس ډيپلوم وړ ګڼل شوى دى.

ښاغلي هاشمي د ا.ا په تېره دوره کې د خوست ولایت د بهرنيو اړيکو د مرستيال، د خوست د پوهنې د تدريسي مرستيال، د ملي دفاع وزارت د استوګنځايونو د خدماتو چمتو کولو رئیس او د ملي دفاع وزارت د مالي او بوديجوي لوي رياست رئیس په توګه دندې او مسوليتونه ترسره کړي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۳۵
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی والیبال در لغمان

رقابت‌های انتخابی والیبال میان ۷۶ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون والیبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت لغمان، جمنازیوم ورزشی آمریت این ولایت آغاز شد.

در بازی نخست این رقابت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۳۳
Background image

پایان رقابت‌های فوتبال میان هشت تیم در پکتیکا

رقابت‌های فوتبال میان هشت تیم که از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت پکتیکا، در قریه کشیوال از مربوطات مرکز این ولایت برگزار شده بود، با قهرمانی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۲۹
Background image

تیم صداقت نظری قهرمان مسابقات جام هم‌بستگی فوتسال ولایت جوزجان شد

رقابت‌های فوتسال تحت عنوان جام هم‌بستگی از طرف نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت جوزجان با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش این ولایت میان هشت تیم که از چندی به اینسو در ولسوالی آقچه این. . .

BACK TO NEWS