د بدن ښکلا ملي لوبډله له شپږو مډالونو سره له مالديف څخه هيواد ته راستنه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۵:۵۱
د بدن ښکلا ملي لوبډله له شپږو مډالونو سره له مالديف څخه هيواد ته راستنه شوه

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست اړوند بدن ښکلا ۹ کسيزه ډله د جنوبي اسيا له ديارلسم پړاو سياليو څخه، چې د‌ مالديف هيواد په مالي ښار کې ترسره شوې، له شپږو مډالونو سره راستنه او د ياد رياست د رهبرۍ له لوري يې تود هرکلی وشو.

په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس الحاج عبدالودود حقاني، د المپيک ملي کمېټې اجرايه رييس دادمحمد پاينده اختري، د المپيک ملي کمېټې لومړي مرستيال باور خان هوتک، د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د دفتر رييس مولوي محمد الله احساس، د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي رئيس عبدالمومين راد، د همدې رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس الله محمد اتل مشواڼي، د ياد رياست ورزشي مشاور محمد يوسف افتخار، د بدن ښکلا فدراسيون او رسنيو استازو، ورزشکارانو او د ورزش يو شمېر مينوالو ګډون کړی و.

په‌ پيل کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس الحاج مولوي عبدالودود حقاني ورزشکارانو ته ښه راغلاست ووايه او ټول ملت ته يې د دې بريا مبارکي ورکړه. ښاغلي حقاني له ورزشکارانو څخه مننه وکړه، چې يو ځل بيا يې د هيوادوالو پر شونډو خندا راوسته او نړۍ ته يې د افغانستان هويت ښکاره کړ، هغه له ورزشکارانو سره ژمنه وکړه چې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري يې ترڅنګ ولاړه ده او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې لومړي مرستيال باور هوتک د دغې بريا د مبارکۍ ترڅنګ زياته کړه، موږ له دې مخکې په ياده برخه کې څلور اتلولۍ ترلاسه کړې، سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدو چې بشپړه لوبډله يادو سياليو ته معرفي کړو؛ نو پر دې اساس مو د يادو سياليو څلورم مقام ترلاسه کړ.

ورپسې د بدني روزې او ورزش د دفتر رييس مولوي محمدالله احساس، چې د يادې لوبډلې هيئت و، زياته کړه چې د يادو سياليو په اوږدو کې مو د نورو هيوادونو له استازو سره په ليدنه کې د ورزش په برخه کې خبرې وکړې او غوښتنه مو وکړه چې په راتلونکې کې د يادو سياليو کوربه توب افغانستان ته ورکړي او په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده چې په دغو سياليو کې جواد ميرزايي، وحيدالله نورزاد او علي رضا اساهي په ۸۰، ۸۵ او ۹۰ کيلو وزن کې د نقرې مډالونه ترلاسه کړل، همدا راز شريف احمد، ابوبکر برهاني او عبدالصبور سهاک په ۹۵, ۷۵ او ۸۵ کيلو وزنونو کې د برنزو مډالونه ترلاسه کړل او په دې اساس افغانستان څلورم مقام ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون اووه هيوادونو ګډون کړی و او ترڅنګ يې باورخان هوتک د جنوبي اسيا د بدن ښکلا او فټنس فدراسيون د معاون په توګه وټاکل شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بایسکل ځغلونې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

آغاز لیگ برتر فوتبال با اشتراک ۱۰ تیم در کندز

رقابت های لیگ برتر فوتبال کندز با اشتراک ۱۰ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش این ولایت، در مرکز شهر این ولایت آغاز شد.

در نخستین دیدار این. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۵
Background image

دایکندی؛ رقابت های پرتاب سنگ با اشتراک ۲۴ تن در ولسوالی پاتو برگزار شد

رقابت های پرتاب سنگ با اشتراک ۲۴ تن از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایکندی، در منطقه م.لای.ان قخور ولسوالی پاتو برگزار شد.

سرانجام از میان. . .

BACK TO NEWS