جوزجان؛ د شبرغان ښار بخدي پارک چمن کې د غېږ نیونې سیمهییزې سیالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کورش فدراسیون د نمایندګي له لوري د ۶۰ غېږ نیونکو ترمنځ د غېږ نیونې سیمهییزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار پارک بخدي چمن کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې چې پکې د ورزشي مسؤولانو سربېره د دولتپ ادارو کارکوونکو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.
د یادو سیالیو موخه د پهلوانانو یو بل منل او د اختر په ورځو کې د خلکو لپاره د سالمې تفریحي فضأ رامنځته کول ښودل شوي دي.
