پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٢۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د د ٢۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو سربېره د غزني ولایت لوبډلو هم ګډون کړی دی، چې په لومړۍ لوبه کې يې خاطر ځدراڼ لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې انور لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
يادې سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي د رامنځته کولو په موخه پیل شوي دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
