زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولي له لوري د شاجوی ولسوالۍ په خاکې سيمه کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ په پايله کې عمرخان لومړی، نذيراحمد دويم او احمد ولي درېيم مقام ترلاسه کړ.