هرات؛ د فوټبال اتلانو لیګ د لسمې اوونۍ په دوام نن یوه لوبه ترسره شوه

د فوټبال اتلانو لیګ سیالۍ چې دوې میاشتې مخکې د هرات په ورزشي سټډیوم کې پیل شوي دي، د لسمې اوونۍ په دوام يې نن يوه لوبه ترسره شوه.
د نن ورځې لوبه د استقلال کابل او عدالت فراه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې استقلال کابل لوبډلې د ٣/٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فوټبال اتلانو لیګ سیالۍ د هرات په کوربه توب پیل شوي دي، چې ١١ اوونۍ به دوام وکړي.