غزني؛ مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې خوش ابدال لوبډلې خپلې سیالې ش.ه.يد قهرمان لوبډلې ته د ۶/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه په غزني ولايت کې د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي.