خوست؛ صبریو يعقوبيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د همدرد کلب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې همدرد کلب د ٣٥/٤٠ نمرو په توپیر خپلې سیالې ځوانانو کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
