بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشنده ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د ترکستان او ازادي لوبډلو ترمنځ ۲/۲ مساوي پای ته ورسېده.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.