بلخ؛ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، په پايله کې سمير رسولي لومړی، نور محمد همنوا دويم او جواد رضواني بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او د يوې سالمې تفريح برابرول و.