کندوز؛ قلعه ذال ولسوالی کې د ۸۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۸۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د میدان حکم له لوري دوې اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق د سمیع الله پهلوان له لوري او دویم اخرالاق د عبدالحکیم پهلوان له لوري تر حلالې دایرې ورسوه او د اتلولۍ ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د چاپندازانو ترمنځ یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.