پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د فوټسال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ستاره های قلندري لوبډلې خپلې سیالې شاه محمد ارګوني لوبډلې ته د ۱۲ پر ۸ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې په خپل نوم کړه.
د یادولو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه په ژمني موسم کې د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرول دي، چې ۱۲ ورځې به داوم وکړي.