تخار؛ چاه اب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پيکان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې پیکان لوبډلې خپلې سیالې ش.ه. ید حامد لېسې لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.