کندوز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۵ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د کندوز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همکارۍ او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري په يادې ولسوالۍ کې د ۶۵ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې په ۷ کيلو متري واټن کې چمتو شوې وې، په پايله کې احسان الله شمس لومړی او شامايل حيدري بيا دويم مقام ترلاسه کړ.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د ځغاستې ورزش وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.