کندوز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو کې ٢٧ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او ډالۍ یې ترلاسه کړې.
دا سیالۍ د یادې ولسوالۍ د خلکو لپاره د سالمې تفریح برابرولو او سيمه ييزو لوبو ته د ودې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.