خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست لايت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د قلندر آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د ياد سیالیو پایلوبه د قلندر آباد او تڼیو منتخبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په لومړيو کې لوبه ١-١ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټیو کې قلندر آباد لوبډلې د ۵/۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.