ننگرهار؛ په سره رود ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د سره رود ولسوالۍ په مرکزي کلب کې د لومړي ځل لپاره په ياد ولايت کې د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو لوبغاړو په عمري کټگوريو کې چمتو شوې وې، په پايله کې ۱۲ تنو لوبغاړو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه په ياد ولايت کې د کيک بوکسينگ سپورټ ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.