ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٩٠ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کان کراټې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیوکوشین کان کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٩٠ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کان کراټې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ٣٠ ورزشکارانو بریاوې خپلې کړې او د ياد ولايت د کیوکوشین کان کراټې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
یادو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.