خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند وچې خوړې سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مندوزیولوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د دلپوریو اتلانو او مندوزیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې مندوزیو لوبډلې د ۲۴/۳۱ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالي د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.