تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې له مرکز او ولسوالیو د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې ۴۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.