کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۶۶ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ځغاستې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۶۶ ورزشکارانو ترمنځ په اوه کیلو متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې نجیب الله لومړی، شکرالله دویم او نجیب مرادي بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه ورزشکارانو او د ځوانانو ترمنځ د ځغاستې ورزش ته وده ورکول و.