د کندز مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د « سلام پوهنتون » جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د راسخ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د راسخ او نبي زاده لوبډلو ترمنځ په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټیو کې راسخ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
