کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په قره ترکمن سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د قاري حبيب الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سياليو په پايلوبه کې قاري حبيب الله لوبډلې خپلې سيالې اجغن لوبډلې ته د ۲۵/۲۰ نمرو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.