د کندز ولایت مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز په سلام پوهنتون کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د البدر او جوانانو لوبډلو ترمنځ ۴/۴ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او ځوانانو ته د سیالیو برابرول دي.