نیمروز؛ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پدهګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د یووالي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ، چې ۱۳ ورځې مخکې پيل شوې وې د پدهګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې پدهګي لوبډلې خپلې سیالې ګوره لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و.