ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د بختيار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې بختيار کلب لوبډلې خپلې سیالې بهسودو بانډې لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته وده ورکول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.