میدان وردګ؛ سیداباد ولسوالۍ کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د سیداباد ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د يادې ولسوالۍ په جوی زرين کلي کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې وردګ اتلانو لوبډلې خپلې سیالې صديق اتل لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول دي، چې ۸ ورځې به دوام وکړي.