ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د زاخېلو اتفاق او سپین غر بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سپین غر بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩۶ منډو هدف وټاکه. زاخېلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ٧٧ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.