ارزګان؛ په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په شیشپر کلي کی د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ذقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ذقي لوبډلې خپلې سيالې عبدالعلي لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل و، چې ۱۵ ورځې دوام وکړ