لغمان کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار په ۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د موی تای سیالي د لغمان په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې له لغمان، ننګرهار، کابل، پکتيکا او بلخ ولايتونو څخه ۷۰ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوریو کې ګډون کړی و، چې په پایله کې یې لغمان لومړی، کابل دویم او پکتیکا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د موی تای ورزش ته د ودې او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.