خوست؛ وړدا خېلو لوبډلې د پنکزيو صحرا جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د پنکزيو صحرا جام په نوم د فوټبال سيالۍ د وړدا خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې وړدا خېلو لوبډلې خپلې سيالې سرکيو بوړيو لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد جام اتلولي په خپل نوم کړه.
د یادولو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا دوې مياشتې دوام وکړ.