پکتيا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د محبس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پايلوبه کې محبس لوبډلې خپلې سيالې احمد اباد اتلانو لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه ليری والی وو.