نورستان؛ برګمټال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د هاکي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د برګمټال ولسوالۍ په سمنک نشعا کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې پل شتبوج لوبډلې د ۱۲/۹ نمرو په توپیر خپلې سیالې پلنګر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.