هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په درويشان فوټبال حوزه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې د استقلال لوبډلې خپلې سيالې اريانا افغان لوبډلې ته د ۳ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.