ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د پهلوانۍ شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ، چې دوې شپې يې دوام وکړ، په پايله کې ۱۰۰ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د ښاريانو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول و، چې په پای کې غوره پهلوانانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
