د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له میانمار سره سیالي کوي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له میانمار سره د دغه هېواد په کوربهتوب، د ۲۰۲۷ فوټبال اسیا جام سیالیو کې د لوبېدو په موخه، نن (د وري ۵مه) د کابل پر مهال مازیګر ۳:۰۰ بجې په پیلیزه مرحله کې سیالي کوي.
په دغه سیالۍ کې که افغان ملي لوبډله سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي، درې امتیازه به تر لاسه کړي او که لوبه مساوي شوه، د یو امتیاز ګټونکې کېږي.
د ویلو ده، چې د ۲۰۲۷ فوټبال اسیا جام سیالۍ به د ۲۴ هېوادونو په ګډون د سعودي عربستان په کوربهتوب به د ۲۰۲۷ میلادي کال جنوري میاشتې پر ۷مه پیل او د فیبروري پر ۵مې نېټې به پای ته ورسېږي.
